ټانک کښې د پوليس په بکتر بند ګاړي ترهه ګرو د نصب شوي بارودي مواد سره حمله کړې، حمله کښې ايس ايچ او پشمول شپږ پوليس اهلکار او يو لاروي شهيدان شويدي ، بمي چاؤدنې سره د پوليس بکتر بند ګاډي په مکمل توګه تباه شويدې ۔
ټانک: پوليس چارواکو وئيلي چې د ګومل تهاڼې حدود کوټ ولي کښې د پوليس بکتر بند ګاډي د معمول مطابق روان وو چې دې دوران پرې زمکه کېښ نصب شوي بارودي مواد ډزيدلي دي ۔
پوليس وئيلي چې بکتر بند ګاډي کښې ايس ايچ او اسحاق مروت پشمول شپږ پوليس اهلکاران ناست وو، چې دې دوران پرې بمي چاودنه شوې ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې چاودنه کښې ايس ايچ او پشمول شپږ پوليس اهلکاران شهيدان شوي، شهدا کښې يو لاروي هم شامل دې ۔
پوليس مطابق شهيد شوي اهلکارانو کښې ايس ايچ او اسحاق مروت، اے ايس آئي شير مروت خان، ډرائيور عبدالمجيد، ارشد علي، حضرت علي او احسان الله شامل دي ۔
چاودنې لوجې د پوليس بکتر بند ګاډې په مکمل توګه تباه شوې، او پوليس د پيښې په حواله نورې پلټنې شروع کړي دي ۔

