د ټي ټوينټي ورلډ کپ خوندور او دلچسپ ميچونه جاري، د ايونټ يو بل اهم ميچ کښې زمبابوے په شپږ وکټو کوربه ټيم سري لنکا ته شکست ورکړيدې، د سري لنکا يوسل، نهه اوويا رنز هدف زمبابوے څلور وکټو په زيان پورا کړې، دې نه وړاندې لوبيدلې ميچ کښې ويسټ انډيز په دوه څلويښت رنز اټلي ته ماتې ورکړې ۔
د سري لنکا کولمبو سټيډېم کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي ورلډ کپ اتۀ ديرشم ميچ کښې سري لنکا اول بيټنګ کړې وو او اووۀ وکټو په زيان ئې يو سل، اتۀ اوويا رنز جوړ کړي وو ۔
سري لنکا طرف نه ټولو نه زيات نسانکا دوه شپيتۀ رنز جوړ کړي وو، زمبابوے مقرره هدف څلور وکټو په زيان آخري اوور کښې پورا کړي او په شپږ وکتو ئې ميچ ګټلې دې ۔
زمبابوے طرف نه ټولو نه زيات برائن بېنټ دوه شپيتۀ او کپتان سکندر رضا جارحانه پنځه څلويښت رنز جوړ کړي، او د ميچ بهترين ايوارډ وره ميلاؤ شويدې ۔
دې نه وړاندې د ايونټ اووۀ ديرشم ميچ کښې ويسټ انډيز په دوه څلويښت رنز اټلي ته شکست ورکړې ، د ويسټ انډيز يوسل، شپږ شپيتۀ رنز هدف تعاقب کښې د اټلي ټول ټيم اتلس اوورز کښې يو سل، دري ويشت رنز جوړ کړي او ميچ ئې بيللې دې ۔
شاندار پنځه اوويا رنز جوړولو باندې د ويسټ انډيز شائے هوپ د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

