د ټي ټوينټي ورلډ کپ سُپر ايټ مرحلې اهم ميچ کښې جنوبي افريقې په شپږ اوويا رنز بهارت ته شکست ورکړېدې، د افريقې د يو سل، اتۀ اتيا رنز هدف جواب کښې د بهارت ټول ټيم نورلسم اوور کښې يو سل، يوولس رنز باندې آؤټ شوې ، او ميچ ئې بيللې دې، جنوبي افريقي طرف نه مارکو جانسن شاندار بولنګ کړې او څلور وکټې ئې اخستې دي، شاندار دري شپيتۀ رنز جوړولو باندې ډيوډ ملر د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
احمد آباد کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي ورلډ کپ سپر ايټ مرحلې اهم ميچ کښې جنوبي افريقې اول مبيټنګ کړې وو او ميچ ګټې لپاره ئې بهارت ته د يو سل ، اتۀ اتيا رنز هدف ورکړې وو ۔
جنوبي افريقې طرف نه ډيوډ ملر شاندار بيټنګ کړې او دري شپيتۀ رنز جوړولو نه پس آؤټ شويدې، ډيوالډ بريوس پنځه څلويښت قيمتي رنز جوړ کړي وو ۔
بهارت طرف نه جسپرټ بومرا درې او ارشديپ سنګهه دوه وکټې په خپل نوم کړيدي، د مقرره هدف په تعاقب کښې د بهارت ټول ټيم نورلسم اوور کښې يو سل، يوولس رنز باندې آؤت شوې او په شپړ اوويا رنز ئې ميچ بيللې دې ۔
جنوبي افريقي لخوا مارکو جانسن شاندار څلور او کيشف مهاراج درې وکټې اخستي دي، شاندار دري شپيتۀ رنز جوړولو باندې ډيوډ ملر د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
بهارت طرف نه ټولو نه زيات شيوام دوبے دوه څلويښت ، کپتان سوريا کمار او هارديک پانډيا اتلس، اتلس رنز باندې آؤټ شويدي ۔

