د ټي ټوينټيو رلډ کپ تر ټولو اهم ميچ کښې بهارت ميچ ګټې لپاره پاکستان ته د يوسل، شپږ اوويا رنز هدف ورکړيدې ، بهارتي ټيم مقرره اوورز کښې اووۀ وکټو په زيان يو سل، پنځه اوويا رنز جوړ کړي، پاکستان طرف نه صائم ايوب شاندار بولنګ کړې او درې وکټې ئې اخستې دي، د بهارت ايشان کشن اووۀ اوويا رنز جوړ کړيدي ، د مقرره هدف په تعاقب کښې د پاکستان بيټنګ جاري دې ۔
د پاکستان او بهارت ترمينځ د ټي ټوينټي ورلډ کپ تر ټولو لوئې ميچ کولمبو کښې جاري دې، پاکستان ټاس ګټلې او پخپله ئې اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
بهارتي ټيم مقرره اوورز کښې اووۀ وکتو په زيان يو سل، پنحه اوويا رنز جوړ کړې، چې پکښې تولو نه زيات ايشان کشن اووۀ اوويا، سوريا کمار ياديو دوه ديرش، شيوام دوبے اووۀ ويشت، رنکو سنګھ یوولس رنز باندې آؤټ شوي وو ، هارديک پانډيا اور ايکسر پټيل بغير د رن جوړولو آؤت شوي وو ۔
پاکستان طرف نه صائم ايوب شاندار بولنګ کړې او درې وکټې ئې اخستې وې، سلمان علي آغا، شاهين شاه آفريدي او عثمان طارق يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
د مهال د مقرره هدف په تعاقب کښې د پاکستاني ټيم بيټنګ جاري دې ۔
د مودي سرکار سياست يو ځل بيا نړيوال کرکټ متاثره کړې، ټاس نه پس بهارتي ټيم کپتان سوريا کمار د پاکستان کپتان سلمان علي آغا سره جوړ تکړه نۀ دي کړي ۔
دې تر څنګ کولمبو کښې د پاکستان او بهارت میچ نه مخکښې د پي سي بي چیئرمین محسن نقوی د کرکټ ټیم لوبغاړو او مینجمنټ سره ملاقات کړې ۔
چیئرمین پی سي بي محسن نقوي د لوبغاړو حوصله افزائي کړې ، د هغوي عزم او جذبه ئي ستائلې ، او د قومي کرکټ ټیم لپاره ئې نېکې هیلي څرګندې کړې ۔
ملاقات کښې کپتان سلمان علی آغا، هیډ کوچ مایک هیسن، مینجر نوید اکرم چیمه، ټول لوبغاړي او کوچنګ سټاف حاضر وو،دې نه علاوه د پی سی بي چیف آپریټنګ افسر سمیر احمد، د پي ایس ایل چیف ایګزیکټیو افسر سلمان نصیر او د میډیا ډایرکټر عامر میر هم موجود وو ۔

