پاکستان په افغانستان کښې په خفيه اطلاع فضائي کاروائۍ دوران د ترهه ګرو اووۀ مرکزونه تباه کړي، سيکيورټي ذرائع وائي چې کاروائۍ کښې اتيا نه زيات د ترهه ګرو وژل کيدو اطلاعات مخې ته راغلي، تباه کړې شوې مرکزونو کښې نيا مرکز نمبر ون ننګرهار، نيا مرکز نمبر ټو ننګرهار، ترهه ګر مولوي عباس مرکز خوست او ترهه ګر اسلام مرکز ننګرهار شامل دي ۔
اسلام آباد: سيکيورټي ذرائعو وئيلي دي چې پاکستان د ترهه ګرو موجودګۍ په خفيه اطلاع د افغانستان درې صوبوکښې کاميابه فضائي کاروائي کړېده ۔
ذرائعو مطابق کاروائۍ کښې د ترهه ګرو اووۀ پټې ټهکانې تباه کړې شوي او دې دوران اتيا پورې ترهه ګر وژلي شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي دي چې تباه کړې شوې مرکزونو کښې نيا مرکز نمبر ون ننګرهار، نيا مرکز نمبر ټو ننګرهار، ترهه ګر مولوي عباس مرکز خوست او ترهه ګر اسلام مرکز ننګرهار شامل دي ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې دغه ټهکانو کښي د کالعدم ټي ټي پي ترهه ګر موجود وو، د وژلې شوي ترهه ګرو شميره نوره هم سيوا کيدو اطلاع راغلې ده ۔

