د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کښې نامعلومه کسانو په ګاډي ډزې کړي، ضلعي پوليس افسر وئيلي چې د ډزو نتيجه کښې شپږ کسان وژلي شويدي، ډزو نه پس ګاډي ته اوور هم لګولي شوي وو، پيښې نه پس ملزمان تښتيدلي او وژلي شوې کسانو مړي شناخت لپاره هسپتال ته منتقل کړې شويدي،بلخوا وئيلي کيږي چې په دغه سيمه کښې موجود وسله والو دوه ډلو ترمينځ په دفتر د قبضې شخړه روانه وه، چې په ترڅ کښې دا پيښه مخې ته راغلې ده ۔
ډسټرکټ پوليس آفيسر مطابق ډزو پيښه شمالي وزيرستان په مير علي سيمه کښي مخې ته راغلې، چرته چې نامعلومه وسله والو يو ګاډي په نښه کړې ۔
ډي پي او زياته کړي چې وسله والو په ګاډې ډزي کړې چې په نتيجه کښې شپږ تنان وژلې شويدي ، ډزو نه پس ګاډې ته اوور هم لګولي شوي وو ،چې لوجي ګاډې مکمل تباه شويدي ۔
ډي پي او وينا وه چې پيښې روستو ملزمام تښتيدلي دي، بلخوا د وژلي تنانو مړي شناخت لپاره ميرعلي هسپتال ته منتقل کړي شويدي ۔
بلخوا دا هم وئيلي کيږي چي په دغه سيمه کښې موجود طالبانو دوه ګرپونو ترمينځ په دفتر د قبضې شخړۀ روانه وه، چي په ترڅ کښې دا پيښه مخې ته راغلې ده ۔