د بلوچستان په شيراني سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز کامياب عمليات کړي چې پکښې اووه ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د بلوچستان ژوبه علاقې په شيراني سيمه کښې شرخوښو موجودګۍ په اطلاع آپريشن کړې شوې دې ۔
آئي ايس پي آر مطابق کاروائۍ دوران اووه ترهه ګر وژلي شوي دي،وژلي شوي ترهه ګر مختلف حملو کښې مطلوب وو ۔
د پاک فوج ترجمانې ادارې بيان ترمخه سيمه د شرخوښو نه په مکمله توګه صفا کولو لپاره لټوني آپريشن جاري دې ۔
آئي ايس پي آر زياته کړي چې وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه په لويه شميره کښي وسله او ګوله بارود هم برآمد شوي دي ۔