د بلوچستان دوه مختلفو سيمو کښې سيکيورټي فورسز کاروائيانې کړي ،چې پکښې اتلس ترهه ګر وژلي شويدي، آئي ايس پي آر وئيلي چې کوئټه کښې څوارلس او کيچ کښې څلور ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې اولنۍ کاروائي کوئټه کښې د چلتن په غريزه سيمه کښې په خفيه اطلاع شوې ، چرته چې څوارلس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دوئمه کاروائي د کيچ په بليده سيمه کښې کړې شوې، دې کاروائۍ کښې څلور ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق کاروائۍ دوران وژلي شوي ترهه ګرو د قبضې نه وسله او ګوله بارود ترلاسه شوېدي، وژلي شوي دغه ترهه ګر بلوچستان کښې تخريب کارۍ کښې ککړ وو ۔
د پاک فوج ترجمان وئيلي چې دغه علاقو کښې کليئرنس آپريشن جاري دې، ملک نه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره سيکيورټي فورسز پرعزم دي ۔

