ضلع اورکزئې کښې سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاع کاميابه کارروائي کړې چې پکښې فتنه الهندوستان سره رتعلق لرونکي نورلس ترهه ګر وژلي شويدي ، ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې د پاک فوج دوه افسرانو پشمول د امنيتي ځواکونو يوولس ځوانان هم شهيدان شوې،د شهيد دوه افسرانو تعلق پنډۍ او د نورو شهدا تعلق د خېبرپښتونخوا مختلفو سيمو سره دې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو ادارې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د خېبر پښتونخوا په اورکزئې ضلع کښې په خفيه اطلاع کاروائي کړې ده ۔
آئي ايس پي آر خپل بيان کښې وئيلي چې کاروائۍ دوران بهارتي سپانسرډ نورلس ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شوي دي ۔
بيان ترمخه د ترهه ګرو سره مقابله کښې د ليفټننټ کرنل او يو ميجر بشمول د امنيتي ځواکونو يوؤلس اهلکار شهيدان شوي دي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې کاروائۍ دوران ليفټننټ کرنل جنيدعارف او سيکينډ ان کمانډ ميجر طيب راحت هم شهيدان شوي دي ،نورو شهدا کښې لانس نائيک شيرخان، لانس نائيک طالش ظفر، لانس نائيک ارشاد حسين ، نائب صوبيدار اعظم ګل، نائيک عادل حسين، او نائيک ګل امير شامل دي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې سيمه کښې د ترهه ګرو لټون لپاره کاروائي جاري ده، سيکيورټي فورسز د ملک نه ترهه ګرو خاتمې لپاره پرعزم دي، د شهيدانو قربانۍ ملک کښې د امن او استحکام ضمانت دې ۔