د سري لنکا په دمبولا ښار کښې مسلسل باران لوجې د پاکستان او کوربه ټيم ترمينځ دوئم ټي ټوينټي ميچ منسوخ شويدې،دريم او آخري ميچ به د اتوار په ورځ لوبيږي ۔
دمبولا: سري لنکا کښې باران لوجې د پاکستان او کوربه ټيم دوئم ټي ټوينټي ميچ منسوخ شوې، دوئم ميچ نن دمبولا سټيډيم کښې لوبيدونکې وو ۔
دمبولا کښې مسلسل باران لوجې اول د ميچ ټاس د ځنډ ښکار شوې وو او بيا باران نۀ اودريدو لوجې د ميچ منسوخ کيدو اعلان شوې وو ۔
پاکستان ته د ټي ټوينټي درې ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برتري ترلاسه ده، قامي ټيم اولني ميچ کښې په شپږ وکټو سري لنکا ته شکست ورکړې وو ۔
دواړو ټيمونو ترمينځ دريم او آخري ټي ټوينټي ميچ به د اتوار په ورځ دمبولا کرکټ سټيډيم کښې لوبيږي ۔

