ولي عهد محمد بن سلمان وئيلي دي چې سعودي عرب پۀ ابراهيمي معاهده کښې شامليدل غواړې ولي د آزاد فلسطين لپاره دو رياستي حل ضمانت لازم دې ۔
واشنګټن: دا څرګندونې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان وائټ هاؤس کښې د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات وروستو مشترکه پريس کانفرنس دوران کړيدي ۔
په دې موقع صدر ټرمپ شهزاده محمد بن سلمان د مستقبل بادشاه اوګرځولو او وې وئيل چې هغه محمد بن سلمان تل يو قابل او غوره مشر ګنړي او داچې سعودي عرب جديد ايف تهرټي فائيو جنګي الوتکې اخيستو لپاره بهترين پوزيشن کښې دې ۔
صدر ډونلډ ټرمپ تصديق کړې چې د سعودي عرب په درخواست شام څخه پابندې لرې کولو عمل شروع شويدې ۔
سعودي ولي عهد اعلان کړې چې کمپيوټنګ، چپس او سيمي کنډکټر شعبو کښې به لويه سرمايه کاري کولې شي، مصنوعي ذهانت شعبه کښې د امريکې سره تعاؤن به د مستقبل يوه لويه موقع وي ۔
ولي عهد محمد بن سلمان وئيلي دي چې سعودي عرب ابراهيمي معاهده کښې شامليدل غواړې ولې د آزاد فلسطين لپاره دو رياستي حل ضمانت لازم دې ۔

