د بلوچستان مختلف برخو کښې ترهه ګرو خلاف سينيټائزيشن آپريشن جاري دې،سيکيورټي ذرائعوترمخه روان عملياتو دوران دوه ويشت نور ترهه ګر وژلي شوي چې ورسره درې ورځو دوران وژلي شوي شرخوښو شميره يوسل، اووۀ اوويا ته رسيدلې ده ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې بلوچستان کښې د ترهه ګرو حملو نه پس سينيټائزيشن آپريشن جاري دې، دې دوران نور دوه ويشت ترهه ګر خپل انجام ته رسولي شويدي ۔
ذرائعو مطابق تير درې ورځو دوران د وژلي شوي ترهه ګر شميره يوسل، اووۀ اوويا ته رسيدلې ده ۔
ترهه ګرو د کوئټې پشمول د صوبې په دولس مختلف مقاماتو حملې کړې وې،حملو دوران پنځلس سيکيورټي اهلکار او اتلس عام وګړي هم شهيدان شوي وو ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي چې سينيټائزيشن آپريشن دوران ترهه ګرو او د هغوي سهولت کارو ته نور هم زيان ځاني زيان شوې دې ۔

