کوئټه کښې په زرعون روډ باندې د ترهه ګرو خودکش حمله کښې ايف سي اهلکارو پشمول لس کسان شهيدان شوي او ديرش نه زيات سخت ژوبل شويدي، د سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ کښې خودکش حمله آور پشمول شپږ ترهه ګر وژلي شوي ۔
کوئټه کښې د ايف سي په هيډ کوارټر د ترهه ګرو د حملې کوشش ناکامه کړې شوې دې ۔
سيکيورټي ذرائع وائي چې په زرغون روډ ايف سي هيډ کوارټر باندې ځانمرګي بريد کونکي پشمول شپږ ترهه ګر وژلي شويدي ۔
ترهه ګرو ايف سي هيډ کوارټر ته داخليدو کوشش کولو، د کوئټې سول هسپتال ته لس مړي او يويشت ژوبل کسان منتقل کړي شويدي ۔
سيکيورټي فورسز د حملې وروستو علاقه کښې د نورو ترهه ګرو لټون لپاره آپريشن شروع کړې شويدې