پاکستان تحريک انصاف په څوارلسم اکتوبر لاهور کښې کيدونکى جلسه موخر کړې او هم په څوارلسم اکتوبر به لاهور او فيصل آباد کښې صرف احتجاجى مظاهرې کيږى ۔
پى ټى آئى په پنځلسم اکتوبر اسلام آباد ډى چوک کښې د دهرنې ورکولو اعلان کړېدې او خپل ټول ضلعى تنظيمونو ته ئې هدايت کړې چې اسلام آباد ته د تلو تيارې دے شروع کړي ۔
د پى ټى آئى مرکزى مشران وائى چې پنځلسم اکتوبر ډى چوک دهرنے لوجې پنجاب ضلعو کښې کيدونکى جلسې موخر کړې شويدي ۔
پى ټى آئى مرکزى قيادت مطابق په يوولسم اکتوبر ملتان او ساهيوال ، په دولسم اکتوبر ګجرانواله او سرګودها ،په ديارلسم اکتوبر ډيره غازى خان ډويژن کښې به احتجاج کولې شى ۔
بلخوا د اچلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې شرخوښي به په خپل مقاصد کښې چرې کامياب نشي، د شنګهائي تعاؤن تنظيم سرمشريزه غونډه به اسلام آباد کښې په خپل مقرره وخت کيږې ۔
عطا تارړ اووئيل چې شرخوښي نۀ غواړي چې د بهر ملکونو يو شمير چارواکي اسلام آباد ته راشي، د ايس سي او غونډه به زبردست طريقې سره مکمل کيږي او که شرخوښو د دې غونډې کيدو دوران خنډان اچولو کوشش اوکړو نو خلاف به ئې سخته کاروائي کولې شي ۔