د پاکستان سپر ليګ يوولسم ايډيشن په شلم ميچ کښې حيدر آباد کنګز مين په شپږ وکټو اسلام آباد يونائټډ ته شکست ورکړېدې، د اسلام آباد د يو سل، څلور پنځوس رنز هدف حيدر آباد نورلسم اوور کښې څلور وکټو په زيان پورا کړې او ميګا ايونټ کښې ورته دوئمه کاميابي ترلاسه شويده ۔
د پي ايس ايل خوندور او سنسني خيز ميچونه کراچۍ کښې جاري دي، د ايونټ په شلم ميچ کښې حيدر آباد کنګز مين ټاس ګټلو نه پس اسلام آباد يونائټډ ته د بېټنګ بلنه ورکړې وه ۔
اسلام آباد يونائټډ ميچ ګټې لپاره حيدر آباد کنګز مين ته د يو سل، څلور پنځوس رنز هدف ورکړې وو، چې پکښې ټولو نه زيات ډېوون کانوے پنځه څلويښت ، مارک چېپمين دوه څلويښت او سمير منهاس دوه ويشت رنز جوړ کړيدي ۔
حيدر آباد لخوا آصف محمود څلوراو محمد علي دوه وکټې په خپل نوم کړېدي ۔
حيدر آباد کنګز مين مقرره هدف څلور وکټو په زيان نورلسم اورر کښې پورا کړې او جاري ايونټ کښې ئې دوئمه کاميابي ترلاسه کړېده ۔
حيدر آباد طرف نه کپتان مارنوس لبوشين ناقابل شکست شاندار يو شپيتۀ رنز جوړ کړي او د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

