وزيراعظم شهباز شريف په ريکارډ ترسيلات زر راليږلو بهرملکونو کښې ميشتۀ پاکستانيانو شکريه ادا کړې، وزيراعظم وئيلي چې ترسيلات زر کښې اضافه د حکومت په پاليسيانو د سمندر پار پاکستانيانو د مضبوط اعتماد عکاسي کوي ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف تيرکال په مقابله کښې دسمبر مياشت دوران د درې اعشاريه شپږ ارب ډالر ريکارډ ترسيلات زر راليږلو د بيرون ملک ميشتۀ پاکستانيانو شکريه ادا کړې ۔
وزيراعظم لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې ترسيلات زر کښې شپاړس اعشاريه پنڅه فيصد د موجوده حکومت په پاليسيانو د سمندر پار پاکستانيانو د مضبوط اعتماد واضحه عکاسي کوي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې دپروپيګنډې مسترد کولو سره سمندر پار پاکستانيانو د ملکي تعمير وترقۍ لپاره د تريسلات زر راليږلو سلسله جاري ساتلې او د ملک سره ئې د ميني اعلیٰ مثال قائم کړې ۔
وزيراعظم شهباز شريف بهر ملکونو کښې ميشته پاکستانيان د ملک قيمتي اثاثه ګرځولې او وئيلي دي چې ټول قوم په دوي فخر کوي ۔

