اسلام آباد کښې وزيراعظم شهباز شريف سره د پاکستان په دوره راغلې د امريکائي وفد سربراه ايرک ميئر ملاقات کړې چې پکښې دوه اړخيزه اړيکو، سرمايه کاري او تجارت پشمول د شريکې دلچسپې په امورو خبرې شويدي ۔
وزيراعظم امريکني کمپنو له د پاکستان معدنياتو شعبې نه فائده پورته کولو وړانديز کړېدے، امريکني وفد د داخله وزير محسن نقوي سره هم ليده کاته کړيدي ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د امريکې سره دوه اړخيزه اړيکي بهتر جوړولو لپاره د ټرمپ انتظامئې سره يو ځائې کار کوؤلو خواهش لرو، په دې موقع وزيراعظم د ترهه ګرې مخنوي بشمول مختلف نورو شعبو کښې تعاؤن سيوا کوؤلو په اهميت زور راوړې ۔
ددې نه علاوه امريکائي عهديدار د وزير داخله محسن نقوي سره هم ملاقات کړې، چې پکښې دوه اړخيزه اړيکو، علاقائي او سيکيورټي چارو باندې د خيالاتو بدلون شوې ۔
په دې موقع ايرک ميئر امريکائي ځواکونو باندې حمله کښې ککړ د داعش غړې شريف الله ګرفتارې باندې د پاکستان شکريه ادا کړې ۔