وزير اعظم شهباز شريف د وزير اعظم انوار ابراهيم په دعوت دوه ورځني دوره باندې ملائيشيا ته رسيدلې دې ، وزير اعظم به خپل هم منصب سره دواړه خيزه مذاکرات کوي ، په علاقائي او نړيوال چارو به خبري کوي ۔
وزيراعظم شهبازشريف نائب وزيراعظم اسحاق ډار، عطا الله تارړ او طارق فاطمي سره د ملائشيا هم منصب په دعوت په دوه ورځنې دوره د ملائشيا سرښار کولالپمور ته رسيدلې دې ۔
د ملائشيا وزيراعظم هاؤس ته رسيدو باندې شهبازشريف د ملائشين هم منصب په درون هرکلې شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې ملائشيا ته راتلو باندې ډير خوشحاله شوې يم ۔
دفتر خارجه بيان ترمخه دواړه مشران به د تجارت ، اطلاعات و مواصلات ، آئي ټي و ټيلي کام ، سرمايه کاري ، تعليم او توانائي شعبو کښي همکاري زياتولو په امکاناتو خبري کوي ۔
دوري دوران به مختلف شعبو کښي په معاهدو او مفاهمتي ياداشتونو لاس ليک کولے شي ، خارجه دفتر وائي چي وزير اعظم دورې سره به دواړو ملکونو اړيکي نوري مضبوط شي ۔