وزيراعظم شهبازشريف د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان سره د رحيم يار خان شيخ زايد پيلس کښې ملاقات کړې، اعلاميه مطابق ملاقات ډير خوشګوار او دوستانه ماحول کښې شوې، ملاقات کښې د دفاع مختلفو شعبو کښې د اشتراک عمل ته نوره وده ورکولو امکانات او علاقائي چارو باندې د خيالاتو بدلون شوې، دواړه خيزه تعاون نه علاوه علاقائي او عالمي امورو باندې هم خبرې اترې شوې ۔
وزيراعظم آفس اسلام آباد نه جاري شوې اعلاميې مطابق وزيراعظم شهبازشريف رحيم يار خان کښې شيخ زايد پيلس کښې د يواے اي صدر او ابوظهبي حکمران شيخ محمد بن زايد النهيان سره اهم ملاقات کړېدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې ملاقات ډير خوشګوار او دوستانه ماحول کښې شوېدې، دواړو مشرانو د شپږويشتم دسمبر اسلام آباد کښې شوې اوسنې ملاقات کښې ټکل شوې امورو باندې خبرې مخ په وړاندې بوتللې دي ۔
ملاقات د يو اے اي صدر په حيث سره د شيخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان وړومبې سرکاري دورے تسلسل وو، وزيراعظم د پاکستان او يو اے اي ترمينځ زوړ، برادرانه تعلقات يو مضبوط، سټريټجک او باهمي توګه باندې فائده مند اقتصادي شراکت دارۍ کښې بدلولو عزم اعاده کړې او دواړه خيزه تجارت کښې په نمايا اضافې ضرورت زور رواړې دې ۔
دواړو مشرانو د آئي ټي، توانائۍ، کان کني او معدنيات، دفاعي تعاون پشمول مختلفو شعبو کښې اشتراکي عمل ته نوره وده ورکولو امکانات باندې هم تفصيلي خبرې اترې کړېدي ۔
وزيراعظم په يو اے اي کښې ميشته يويشت لکه پاکستانيانو په ميزبانې هم د اماراتي مشرانو شکريه ادا کړېده، کوم چې دواړو ملکونو ترمينځ رابطې مضبوطولو کښې اهم کردار لوبوي ۔

