وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ټيلي فون رابطه کړېده،وزيراعظم د اسرائيل لخوا په ايران حملے روستو صورتحال او خليجي ممالک کښې افسوسناک حملو سخت مذمت کړې، وزيراعظم وئيلي چې داسې اقدامات منطقه کښې امن و استحکام لپاره انتهائي خطرناک دي، وزيراعظم سعودي قيادت ته د پاکستان د هر قسمه بهرپور حمايت يقين دهاني هم ورکړيده ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټيلیفونک خبرو اترو کښې موجوده صورتحال کښې سعودي قیادت سره د پاکستان د مکمل يکجهتۍ او بهرپور حمايت يقين دهاني ورکړې ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې پاکستان به هر حال مشکل حالاتو کښې سعودي عرب سره کلک ولاړ وي او د سعودي عرب خودمختارۍ، سلامتیا او علاقائي سالميت تحفظ لپاره به د عسعودي حمايت جاري ساتي ۔
وزيراعظم شهبازشريف مخکښي اووئيل چې پاکستان په داسې نازک مرحله کښې به تعميري او مثبت کردار ادا کولو ته تيار دې ۔
وزيراعظم د اسرائيل لخوا په ايران حملے وروستو صورتحال او خليجي ممالک کښې افسوسناک حملو سخت مذمت کړې او وئيلي دي چې داسې اقدامات منطقه کښی امن و استحکام لپاره انتهائي خطرناک دې ۔

