وزيراعظم شهبازشريف د رمضان پيکج امدادي رقوم تقسيم د ډيجيټل والټس په ذريعه کولو هدايت کړې،دې لړ کښې د وزيراعظم مشرۍ کښې د رمضان پيکج جائزه اجلاس شوې، چې پکښې متعلقه مشرانو ګډون کړې او وزيراعظم ته ئې بريفنګ ورکړې، وزيراعظم رمضان پيکج کښې نورې بهترۍ په حواله سفارشات هم غوښتي، او وئيلي دي چې تير کال څلويښت لکه خاندانونو کښې في خاندان پنځه زره روپۍ حساب سره شل ارب روپۍ تقسيم کړې شوې وې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د رمضان پيکج جائزه غونډه شوې چې پکښې وزيراعظم رمضان پيکج نور ښۀ کولو لپاره تجويزونه غوښتي دي ۔
په دې موقع وزيراعظم وئيلى چې يوټيلټى سټور کښې بدعنوانۍ لوجې مسحق خلق د خپل حق نه محرومه وو، حکومت تير کال په کم نرخونو د خوراک څښاک څيزونه ورکولو لپاره شفاف نظام ترتيب کړې وو ۔
د وزيراعظم شهبازشريف وينا وه چې تير کال څلويښت لکه خاندانونو ته د خاندان په سر پنځه زره روپۍ ورکړې شوې وې او شل ارب روپۍ تقسيم کړي شوې وې ۔
وزيراعظم ته بريفنګ دوران اووئيلي شو چې تير کال څلويښت لکه خاندانونو کښې شل اربه روپې ډيجيټل والټس په ذريعه تقسيم کړې شوې ۔

