وفاقي حکومت پټروليم مصنوعاتو قيمت کښې د اضافې اعلان کړې، او دې لړ کښې د خزانې وزارت نوټي فکيشن هم جاري کړې دې ، چې ترمخه ئې راتلونکي پنځلس ورځو لپاره د نوې قيمتونو اطلاق په فوري توګه شويدې ۔
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزارت طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن مطابق د پټرول قيمت کښې في لټر اتۀ روپۍ شپږ ديرش پيسې اجافه شوې، چې ورسره د دې نوې نرخ دوه سوه، شپږ شپيتۀ روپۍ ، نهه اوويا پيسې مقرر شويدې ۔
د خزانې وزارت نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې د ډيزلو قيمت کښې في لټر لس روپۍ او نهه ديرش پيسې في لټر اضافه شوې ده ۔
نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې اضافې نه پس د ډيزلو قيمت لټر په سر دوه سوه، دوه اوويا روپۍ او اتۀ نوي پيسې مقرر کړې شوې دې ۔
د خزانې وزارت اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شوي چې د پټروليم مصنوعاتو نرخ کښې شوې اضافې نه پس د نوې قيمتونو اطلاق هم په فوري توګه شوې دې ۔