سرښار اسلام آباد او پنډۍ کښې دفعه يو سل څلور څلويښت نافذکړې شوې،انتظاميې مطابق دفعه يو سل څلور څلويښت دوران به غبرګ ښارونو کښې جلسې، جلوسونو او هر قسمه احتجاج باندې مکمل بنديز وي، اعلاميې مطابق خلاف ورزي کونکو پر ضد به سخته قانوني کاروائي کولې شي ۔
د اسلام آباد او پنډۍ انتظاميې طرف جاري شوې جدا جدا اعلاميې کښې وئيلي شوي چې دواړو ښارونو کښې يکم نه دريم دسمبر پورې دفعه يو سل څلور څلويښت نافذ کړې شويده ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې دواړو ښارونو کښې سيکيورټي اهلکاران ګڼ شمير کښې ځائې په ځائې کړې شوي او هائي الرټ کړې شويدي ۔
د غبرګ ښارونو انتظاميې وئيلي چې دې دوران به جلسې جلوسونو، احتجاج، اجتماع او ريليانو باندې مکمل بنديز وي ۔
نوټي فکيشن کښې په پوليس او نور سيکيورټي ادارو ته هدايت شوې چې امن و امان ټينګ ساتلو لپاره دې چمتو اوسي۔

