د عيسائيانو روحاني پيشوا پوپ ليو په يورپ او امريکه کښې سيوا شوې اسلامو فوبيا باندې سختې نيوکې کړي، او وئيلي دي چې اسلام نه ويره د هاغه خلقو کيږي، څوک چې د نورو مذهبونو، نسلونو او نور ملکونو خلق خپل ملک کښې پريښودو ته تيار نۀ وي، ليو پوپ مطابق داسې کول غير انساني، غير اخلاقي او د مذهبي تعليماتو خلاف دي ۔
روم: بهر ملکي خبري ادارو مطابق دا خبرې د عيسائيانو روحاني پيشوا جوړيدو نه پس د ترکيه او لبنان اولنې دورې نه پس پوپ ليو روم کښې صحافيانو سره خبرو پر مهال کړېدي ۔
پوپ ليو يورپي ملکونو او امريکه کښې د اسلام مخالف جذباتو، نسل پرستۍ او مهاجرينو خلاف سياسي هلو ځلو باندې سخت ټکونه کړېدي ۔
پوپ ليو وئيلي چې چې اسلام نه ويره د هاغه خلقو لخوا پيدا کيږي، څوک چې د نورو مذهبونو، نسلونو او نور ملکونو خلق خپل ملک کښې پريښودو ته تيار نۀ وي ۔
هغه زياته کړې چې داسې کول غير انساني، غير اخلاقي او د مذهبي تعليماتو خلاف دي ۔
پوپ ليو د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ تارکين وطن خلاف سخت اقداماتو باندې هم نيوکې کړي او وئيلي دي چې سرحدونه کولاؤل پکار دي، طبقاتي او نسلي ديوالونه هم غورځول ضروري دي ۔

