بنګله ديش کښې عام انتخاباتو لپاره د پولنګ عمل ، د جماعت اسلامي او بي اين پي ترمينځ سخته مقابله ده ، عوامي ليګ رجسټريشن معطل کيدو لوجې انتخاباتو نه بهر ده ولې آزاد اميدواران ئې اليکشن کښې اميدواران دي ۔
ډهاکه: بنګله ديش کښې خواؤ شا ديارلس کروړه ووټران نن د عام انتخاباتو سره سره آئيني ريفرنډم کښې هم خپل د رائے حق استعمالوي ، ريفرنډم کښې د دې فيصله کوي چي آيا جولائي کښې تشکيل شوي چارټر يا اصلاحاتي پيکج عمل درآمد اوکړے شي او کنه ؟
بنګله ديش اليکشن کميشن مطابق درې سوؤ پارليماني حلقو کښې په دوه سوه ، نهه نوي مقابله ده ، حکومت سازۍ لپاره يوسل ، يو پنځوس نشستونه حاصلول لازمي دي ۔
عوامي سروے مطابق بي اين پي او جماعت اسلامي زير قيادت د يوولس جماعتي اتحاد ترمينځ سخته مقابله ده ۔
ماهرينو مطابق پينځه نه شپږ کروړ ځوانانو ووټ به مهم کردار ادا کوي ، اوورسيز بنګله ديشي په وړومبي ځل پوسټل بيلټ په ذريعه خپل حق استعمالوي ۔
د انتخاباتو پر امن انعقاد لپاره لس لکو نه سيوا سيکيورټي اهلکار تعينات شوي ، څليريشت زره پوليس اسټيشنز حساس ګرځولې شوي ۔

