پیښور هائیکورټ د بلدیاتي نظام حوالې سره د صوبائي حکومت ټول ترامیم کالعدم ګرځولي او د بلدیاتي نمائیندګانو اختیارات ئې بحال کړیدي، د کیس سماعت دوه کسيزه بینچ جسټس سید ارشدعلي او جسټس فرح جمشید کړې دې ۔
پیښور هائیکورټ کښې د مردان د مختلف بلدیاتي نمائندګانو له طرفه په دائر شوي درخواستونو د کیس سماعت کړې دې ۔
عدالت د لوکل ګورنمنټ ایکټ دوه زره دیالسم د مکمل بحالۍ احکامات جاري کړي، دوه کسيزه بینچ په خپله فیصله کښې وئیلي چې حکومت تراوسه پوری ولې بلدیاتي نمائندګانو ته اختیارات نۀ ده ورکړي ۔
عدالتي فيصلې مطابق بلدیاتي نظام مضبوط جوړول د ریاست ذمه واري ده،په مختلفو درخواستونو کښې په لوکل ګورنمنټ ایکټ دوه زره دریالسم،دوه زره پنځلسم،دوه زره نورلسم او د دوه زره دوه ویشتم ترمیمی چیلنج کړې شوي وو ۔
د بلدیاتی نمائندګانو له طرفه بابرخان یوسفزئې ایډووکیټ او نور وکیلان عدالت ته وړاندې شوي وو ۔