د نامعلومه ترهه ګرو لخوا د پیښور متنو تهاڼې پولیس چوکۍ ادیزئې باندې د پولیس حمله ناکامه کړې شوې ده، د پوليس په موثر جوابي کاروائۍ کښې ترهه ګر په تیښته مجبوره شويدي ۔
پيښور: د تفصيلاتو ترمخه نامعلوم ترهه ګرو بيګا د شپې په تیارۀ کښې د پیښور کلي والا سیمه ادیزئي کوهاټ روډ باندې قائم پولیس چوکۍ باندې د قبرستان له اړخه حمله کړې، کومه چې پوليس ځوانانو ناکامه کړې ده ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې حمله کښې پولیس محفوظ پاتې شوې، پولیس الرټ وو په جوابي کاروائۍ کښې ترهه ګرو تیښته کړې ۔
د پولیسو د وینا مطابق ډیر وخته پورې د ترهه ګرو او پولیس ترمينځ مقابله جاري وه، د یادونې وړ ده چې پولیس چوکۍ د متنو تهانړې حدو کښې ده ۔

