دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې افغان طالبان او کالعدم ټي ټي پي قابل اعتبار نۀ دي ، خېبر پښتونخوا حکومت کښې شامل خلق طالبانو ته بهته ورکوي ۔
اسلام آباد: ميډيا سره خبرو اترو په وخت دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې وفاقي حکومت د خېبر پښتونخوا معاملات په سياسي توګه حل کول غواړي ۔
خواجه آصف اووئيل چې په پي ټي آئي د پابندۍ او ګورنر راج په حق کښې نۀ يو ، تير وخت کښې په سياسي ډلو پابندي لګولو تجربه ښۀ نه ده ثابت شوې ۔
خواجه آصف زياته کړې چې افغان طالبان او کالعدم ټي ټي پي د اعتبار قبل نۀ دي ، هغوي بهارت سره ميلاؤ شوي دي ۔
دفاع وزير خواجه آصف دا هم اووئيل چې خېبر پښتونخوا حکومت کښې موجود ځيني غړي طالبانو ته بهته ورکوي ۔

