د پيرس اولمپکس 2024 کښې د پاکستان لپاره تاریخ جوړونکي لوبغاړي ارشد ندیم ته د سرو زرو ميډل په غاړه کړې شويدې ۔
د پيرس اولمپکس مقابلو په اړه يو خوندوره دستوره د آئفل ټاور ته څېرمه په چمپینز پارک کښې ترسره شويده ۔
په دې موقع د پاکستان لپاره تاريخ جوړونکي ارشد نديم ته د سرو زرو ميډل په غاړه کړې شوېدې ۔
دستوره کښې د پاکستان بیرغ پورته شو او ملي ترانه هم اوغږول شوه ،په دې موقع د پاکستاني هيرو ارشد ندیم له سترګو اوښکې روانې شوې وې ۔
د قامي هيرو ارشد نديم د اعزازات تفصيل څه دا شان دې۔
ارشد نديم ساؤتهه ايشين ګيمز 2016 بهارت کښې د کانسي تمغه ګټلې۔
اسلامي يکجهتي ګيمز باکو 2017 کښې ئې هم د کانسي تمغه ترلاسه کړې۔
دولت مشترکه ګيمز2018 آسټريليا کښې ئې هم د کانسي تمغه حاصل کړې۔
جکارته کښې ئې 2018 کښې هم د کانسي تمغه په خپل نوم کړې۔
قطر عالمي ايتهليټس چيمپيئن شپ 2019کښې ئې نوې انفراد ريکارډ په خپل نوم کړې۔
ساؤتهه ايشين ګيمز 2019 نيپال کښې ارشد نديم د سرو زرو تمغه ګټلې۔
ټوکيو اولمپکس 2020 کښې ئې فائنل ته کوالفائي کړې وه، او په پنځم نمبر راغلې وو۔
د اولپمکس تاريخ کښې د هر يو ټريک او فيلډ ايونټ فائنل ته کواليفائي کولو سره ئې د اولني پاکستاني اعزاز هم په خپل نوم کړې ۔
عالمي ايتهليټس چيمپيئن شپ امريکه 2022 کښې هم فائنل ته رسيدلې وو او په پنځم نمبر راغلې وو ۔
کامن ويلتهه ګيمز 2022 دوران ئې ژوبل حالت کښې هم ګولډ ميډل ګټلې دې ۔
اسلامي يکجهتي ګيمز 2022 کښې ئې جيويلين تهرو سره نوې ريکارډ جوړ کړې ۔
قومي ايتهليټکس چيمپيئن شپ لاهور2022 کښې ئې يو بل ګولډ ميډل په خپل نوم کړې ۔
نيشنل ګيمز آف پاکستان 2023 کښې ئې د سرو زرو يو بل ميډل هم ګټلې ۔
هنګري ورلډ ايتهليټس چيمپيئن شپ 2023 کښې ئې سلور ميډل ګټلې ۔
او تيره ورځ ئې پيرس اولپکس 2024 کښې هم ګولډ ميډل په خپل نوم کړېدې ۔