د پاکستان اولنې سرکاري بِټ کوائن ريزرو اعلان شويدې، دا اعلان د پاکستان کرپټو کونسل معاؤن خصوصي بلال بن ثاقب امريکه کښې کړېدې ۔
د پاکستان کرپټو کونسل معاؤن خصوصي بلال بن ثاقب وئيلي دي چې پاکستان د کرپټو د قانوني کرنسۍ جوړولو په اړۀ خپل موقف بدل کړې او حکومت بټ کوائن سټريټيجک ريزرو ئې قائم کړېدې .
امريکائي ښار لاس ويګاس کښې بِټ کوائن کانفرنس ته وينا کښې د پاکستان کرپټو کونسل معاؤن خصوصي بلال بن ثاقب وئيلي دي چې پاکستان فرورۍ مياشت کښې غير ملکي سرمايه کاري ملک ته راوستو لپاره د کرپتو کرنسۍ په حواله نيشنل کرپټو کونسل قائم کړې وو .
بلال بن ثاقب اووئيل چې پاکستان کرپټو ريګوليټري پاليسۍ خپلوي، او جامع ريګوليټري فريم ورک ترقۍ لپاره ئې نيشنل کرپټو کونسل جوړ کړېدې .