د وزيراعظم شهباز شريف او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ترمينځ ملاقات مشترکه اعلاميه جاري شوې،اعلاميې ترمخه دواړو مشرانو د اقتصادي تعاؤن فريم ورک شروع کولو باندې اتفاق کړېدې ۔
رياض : د وزيراعظم شهبازشريف سعودي سرښار رياض کښې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان سره اهم ملاقات کړې، د دغه اهم ملاقات مشترکه اعلاميه هم جاري شويده ۔
د وزيراعظم او سعودي ولي عهد د ملاقات وروستو جاري اعلاميه کښې وئيلي شوي چې دواړو مشرانو د اقتصادي تعاؤن فريم ورک شروع کولو باندې اتفاق کړېدې ۔
مشترکه اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې د تجارت او سرمايه کارۍ تعلقات نور مضبوطولو باندې ئې اتفاق هم کړيدې ۔
اعلاميې مطابق د اقتصادي تعاؤن فريم ورک ترجيحي شعبو کښې توانائي، صنعت، کان کني، آئي ټي، سياحت، زراعت او غذائي تحفظ شامل دي ۔
اعلاميې ترمخه دغه اهم ملاقات پر مهال وفاقي وزيران اسحاق ډار، عطا تارړ او فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود وو ۔
بلخوا وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد سره ملاقات ګټه ور ګرځولې دې، په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وزيراعظم وئيلي دي چې ملاقات دوران د دواړو ملکونو اړيکې مضبوطولو د عزم اظهار شوې ۔
وزيراعظم د پاکستان او سعودي حکومتونو او اولس ترمينځ شراکت دارې او مشترکه وژن مخ په وړاندې بوتلو باندې د محمدبن سلمان شکريه ادا کړيده ۔
دې ترڅنګ وزيراعظم شهبازشريف سعودي ښار رياض کښې فيوچر انوسټمنټ انيشي ايټيو کانفرنس ته وينا کړې ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې پاکستان د قدرتي وسائل نه ډک ملک دې،مختلفو شعبو کښې د اصلاحاتو عمل جاري دې ۔
وزيراعظم وئيلي چې د سعودي ولي عهد د ترفۍ د وژن هرکلې کوؤ، د پاکستان شپيتۀ فيصده آبادي ځوانانو باندې مشتمل دې، مونږ د ځوانانو په ټيکنيکل تعليم توجو ورکوؤ ۔

