د پاکستان آبي ځواکونو د زمکې نه فضا ته ويشتونکي ميزائل کاميابه تجربه کړې ، ايل وائي ايټي اين ميزائل د اوږدې فاصلې پورې فضائي هدف کاميابي سره تباه کړې دې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې پاکستان بحريه ورټيکل لانچنګ سسټم نه د ميزائل کامياب لائيو فائر کړې ، مشق کښئ لوئټرنګ ميونيشن په ذريعه اهداف کاميابۍ سره په نښه کړې شويدي ۔
پاک نيوي شمالي بحيره عرب کښې جامع مشق تر سره کړې ، دې دوران پاک بحريه د عملي تياريانو او جنګي صلاحيتونو زبردسته مظاهره کړې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې دغه ميزائل جديد بحري جنګ کښې اهم کردار لوبوي، بغير د پائلټ سطحي بحري جهاز ( ان مينډ سرفيس ويسل) کامياب کولاؤ سمندر کښې آزمائشي تجربات هم شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دغه ميزائل د خودکار بحري ټيکنالوجۍ کښې يو اهم پيشرفت ګڼلې کيږي، دې تجرباتو دوران د پليټ فارم تيز رفتار کارکردګۍ ، درست نيويګيشن، او سخت موسمي حالاتو کښې مؤثر صلاحيتونو سره کاميابه مظاهره کړې شويده ۔
د پاک فوج ترجمان وئيلي چې چيف آف دي نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف ( نشانِ امتياز ملټري) د افسرانو او ځوانانو پيشه ورانه مهارت او عملي قابليت ستائنه کړې ، پاکستان نيوي به هر صورت کښې د پاکستان د بحري دفاع او قامي سمندري مفاداتو تحفظ يقيني جوړول جاري ساتي ۔

