پاکستان دټولې نړۍ د توجه مرکز جوړ شوې، د پاکستان کامياب کوششونو وروستو جنګ بندۍ نه پس د ايران او امريکې مذاکرات اسلام آباد کښې کيږي، ذرائعو وئيلي چې د مذاکراتو دوئمه مرحله به سبا د خالي په ورځ ترسره کيږي ۔
اسلام آباد: سرچينو خيبر نيوز ته وئيلي چې د ايران او امريکې ترمينځ د وفود په سطح مهم مذاکرات سرښار اسلام آباد کښې کيږې، د مذاکراتو دوئم دور به سبا د خيالي په ورځ ترسره کيږي ۔
مذاکراتو کښې به د امريکې وفد کښې نائب صدر جے ډي وينس، امريکائي مذاکرات کار سټيو وټکوف اور د صدر ډونلډ ټرمپ ځوم جيرډ کشنر برخه اخلي ۔
مذاکراتو کښې د ايران لخوا نمائندګي خارجه وزير عباس عراقچي او د ايراني پارليمان سپيکر باقر قاليباف کوي ۔
دې مذاکراتو کښې پاکستان طرف نه وزيراعظم شهبازشريف ، وزير خارجه اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ګډون کوي ۔
په دې موقع د څه قسمه بدې پيښې مخنيوي لپاره اسلام آباد ښار کښې د امنيت کوټلي ګامونه هم پورته کړې شوي دي ۔

