د ټي ټوينټي ورلډ کپ اهم ميچ کښې پاکستان په دوه ديرش رنز امريکې ته شکست ورکړيدې، دپاکستان د يو سل، يو نوي رنز هدف تعاقب کښې امريکې مقرره اوورز کښې اتۀ وکټو په زيان يو سل ، اتۀ پنځوس رنز جوړ کړي او ميچ ئې بيللې دې،عثمان طارق درې او شاداب خان دوه وکټې په خپل نوم کړي، صاحبزاده فرحان شاندار دري اوويا جوړولو باندې د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
د سري لنکا کولمبو کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلې ميچ کښې امريکې ټاس ګټلې وو او اول ئې پخپله د فيلډنګ کولو فيصله کړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورز کښې نهه وکټو په زيان يو سل، نوي جوړ کړي وو ، چې پکښې ټولو نه زيات صاحبزاده فرحان شاندار دري اوويا رنز باندې آؤټ شوې ۔
بابراعظم شپږ څلويښت، شاداب خان ديرش، صائم ايوب نورلس، ، محمد نواز پنځه او سلمان علي آغا يو رن جوړ کړې وو، امريکې طرف نه شيډلي وين شاندار بولنګ کړې او څلور وکټې ئې په خپل نوم کړي ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې امريکې مقرره اوورز کښې اتۀ وکټو په زيان يو سل، اتۀ پنحوس رنز جوړ کړي او په دوه ديرش رنز ئې ميچ بيللې دې ۔
پاکستان طرف نه عثمان طارق درې، شاداب خان دوه، شاهين شاه آفريدي، ابرار احمد او محمد نواز يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
د قامي ټيم نامتو اوپنر بېټر صاحبزاده فرحان شاندار دري اوويا جوړولو باندې د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

