آرمي چيف جنرل عاصم منير پاکستان کښې سرمايه کارۍ لپاره بهرملکي ادارو ته تود هرکلې کړې،او وئيلي دي چې هغوي دې خپل مهارت سره پاکستان کښې سرمايه کاري اوکړي، د سرمايه کارۍ مواقع دې اولټوي، د وسائلو وسيع صلاحيت سره دې پاکستان سره شراکت داري اوکړي ۔
اسلام آباد کښې پاکستان منرلز انوسټمنټ فورم دوه زره پنځه ويشتم ته خطاب کښې آرمي چيف اووئيل چې پاکستان کښې د معدنياتو دولت راويستو لپاره د انجينئرز، جيالوجسټ، آپريټرز او د ماهر کان کنانو ضرورت دې، د دې وجې نه مونږ دې شعبه کښې ترقۍ لپاره پاکستاني طالب علمان تربيت لپاره بهر ملکونو ته ليږو ۔
آرمي چيف اووئيل چې زمونږ پوخ يقين دې چې پاکستان عالمي معدني معيشت کښې د يو رهنما په توګه رامخې ته کيدو ته تيار دې ،آرمي چيف مطابق پاک فوج به د سرمايه کارو سيکيورټي اقدامات يقيني کوي ۔
آرمي چيف اووئيل چې دا وخت د بلوچستان اووه ويشت طلبا زيمبيا او ارجنټينا کښې د منرلز ايکسپلوريشن تربيت حاصلوي ، زمونږ مقصد معدني شعبې لپاره افرادي قوت، مهارت او انساني وسائل پيدا کول هم دي ۔