درې ملکونو باندې مشتمل د ټي ټوينټي سيريز فائنل ميچ شارجه کښې جاري دې، پاکستان ټاس ګټلې او افغانستان خلاف ئې اول د بيټنګ فيصله کړيده ، پاکستان ميچ ګټې لپاره افغانستان ته د يو سل دوه څلويښت رنز هدف ورکړې دې ۔
شارجه: د متحده عرب امارات په شارجه کرکټ ګراؤنډ کښې جاري ميچ کښې د قامي ټيم کپتان سلمان علي آغا ټاس ګټلې او پخپله ئې اول د بيټنګ فيصله کړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورونو کښې اتۀ وکټو په زيان يو سل يو څلويښت رنز جوړ کړي ، چې پکښې ټولو نه زيات فخر زمان اووه ويشت رنز بنادې آؤټ شوې دې ۔
محمد نواز پنځه ويشت، سلمان علي آغا څليريشت، فهيم اشرف او حسن نواز پنځلس، پنځلس او صاحبزاده فرحان په صفر آؤټ شوي دي ۔
افغانستان طرف نه راشد خان درې، فضل حق فاروقي او نور احمد دوه ، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
کپتان سلمان آغا مطابق فائنل ميچ لپاره قامي ټيم کښې کښې يوه تبديلي شوې، سلمان مرزا په ځائې ټيم کښې سفيان مقيم شامل کړې شويدې ۔
ليګ ميچونو کښې کوربه ټيم متحده عرب امارات يو ميچ هم نۀ وو ګټلې او د سيريز نه بهر شويدې ، پاکستان د يو اے اي نه دواړه ميچونه ګټلي وو او افغانستان نه ئې يو ګتلې وو او يو ئې بيللې وو ۔
افغانستان هم د کوربه ټيم نه دواړه ميچونه ګټلې وو او پاکستان نه ئې يو بيللې وو او يو کښې ئې کاميابي ترلاسه کړې وه ۔