په افغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن غضب للحق کاميابې سره روان دې،وزير اطلاعات عطا تارړ وائي چې آپريشن دوران تر دې دمه د افغان طالبانو پينځه سوه درې اتيا اهلکار وژلې شوي، اوو سوه پينځه نوي ژوبل شوي هم دي، دوه سوه دوه څلويښت پوسټونه تباه کړې شوي ، او اتۀ ديرش قبضه کښې اخستې شويدي، ټول افغانستان کښې څلور شپيته مقامات په فضائي کاروائۍ کښې موثر طريقے سره په نښه کړې شويدي ۔
اسلام آباد: وفاقي وزير اطلاعات عطا تارړ د آپريشن غضب للحق دوران د افغان طالبانو خلاف شوي جوابي کاروائيانو تازه اعداد و شمار جاري کړيدي ۔
عطا تارړ مطابق آپريشن دوران افغان طالبانو ته ډير نقصان رسولې شوېدې، تر دې دمه آپريشن کښې وژلي شي افغان طالبان اهلکارو شمېره پينځه سوه درې اتيا ته رسېدلې ده، او اووۀ سوه پينځه نوي افغان طالبان اهلکار ژوبل شويدي ۔
وزير اطلاعات وئيلي چې د افغان طالبان رجيم دوه سوه دوه څلويښت پوسټونه تباه کړې شوي، او اتۀ ديرش قبضه کښې اخستې شويدي ۔
وفاقي وزير اووئيل چې د افغان طالبانو دوه سوه ديارلس ټينکونه،بکتر بند ګاډي او آرټلري ګنز هم تباه کړې شويدي، ټول افغانستان کښې څلور شپيتۀ مقامات فضائي کاروائۍ کښې مؤثر طريقے سره په نښه کړې شويدي ۔
څرګنده دې وي چې په شپږويشتمې فرورۍ پاک افغان پوله باندې د افغان طالبانو لطرفه بلا اشتعال جارحيت په جواب کښې د پاکستان مسلح افواج آپريشن غضب للحق شروع کړې ، کوم چې دا مهال هم جاري دې ۔

