لکي مروت کښې د سيمنټ نجې کمپنې په بس چاودنه شوې چې پکښې يو تن پحق رسيدلې او اتۀ کسان ژوبل شويدي، ژوبل کسانو کښې دوه زنانه هم شامل دي ۔
لکي مروت: پوليس چارواکو مطابق ناور خيل موړ سره نيزدې د يوې نجي سيمنټ فيکټرۍ په بس ترهه ګرو د نصب شوي بم حمله کړې ۔
پوليس وئيلي چې حمله کښې يو کس شهيد شوې او اتۀ نور کسان ژوبل شويدي، ژوبل کسانو کښې دوه زنانه هم شاملې دي ۔
هسپتال ذرائع وائي چې ژوبل کسانو کښې د دوه تنه حالت تشويشناک دې، د چاودنې ښکار شوي ټول کسان د لکي مروت بيګو خيل سيمې سره تعلق لري ۔
د سټي هسپتال ايم اېس ډاکټر کفايت وائي چې په ژوبلو کښې دوه زنانه هم شاملې دي، ژوبل کسانو کښې د يوې زنانه پشمول ددوه کسانو حالت نازک دې ۔ چاؤدنې نه پس ټول ژوبل کسان سمدستي سټي هسپتال ته منتقل کړې شوي، چرته چې ايم اېس ايمر جنسي نافذه کړيده ۔
پوليس وائي چې په چاؤدنه کښې بس ته سخت نقصان رسېدلې دې، په بس کښې زياتره عام مسافر ناست وو ۔
دا بس د بيګو خېل نه لکي مروت ته او بيا د شخصي سيمنټو فېکټرۍ ته روان وو ۔
د پېښې نه پس پوليس او امنيتي ځواکونو سيمه په ولقه کښې اخستې او د لټون عمليات ئې پيل کړي دي ۔

