قومي احتساب بيورو د پي ټي آئي باني او د هغه کوروداني بشري بي بي ګرفتار کړيدي، دوانړه د توشه خانه نوے ريفرنس کښې ګرفتار کړے شويدي، په پخواني وزيراعطم او د هغه په کوروداني الزام دے چي دوي توشه خانې نه په کم قيمت تحفے اخستي وي، او بيا ئي په ګران نرخ خرڅي کړي وي، بلخوا د لاهور پوليس لخوا هم د باني پي ټي آئي ګرفتارۍ امکان دے
قومي احتساب بيورو يعني نيب د تحريک انصاف باني او د هغه ښځه بشري بي بي اډياله جيل کښې ګرفتار کړيدي، سرچيني وائي چي ډپټي ډائريکټر نيب محسن هارون په مشرۍ کښې ټيم دوانړه نوے توشه خانه ريفرنس کښې نيولي دي،
ذرائع وائي چي په پخواني وزيراعظم او د هغه په کوروداني تور دے چي دوي د توشه خانے نه په کم قيمت تحفے اخستي وي او بيا ئي په ګران نرخ خرڅي کړي وي،
دي نه وړاندي لاهور کښي درج نهه مقدمو کښي هم پوليس ټيم اډياله جيل ته تلے وو، امکان دے چي د لاهور پوليس لخوا هم باني پي ټې آئي ګرفتار کړے شي