د خېبرپښتونخوا مختلف علاقو ،اسلام آباد ،پنجاب او د ملک بعضې نورو سيمو کښې د نور بارانونو پيشنګوئي شوې ده ، د تیزو بارانونو سلسله به د روانې میاشتې اتۀ ويشتمې نیټې څخه تر د دوئم ستمبر پورې وقفې وقفې سرہ جاري وي ، دې دوران غريز او لاندې پاتې علاقو کښې د سيلابونو هم انديښنه ده ، دې لړ کښې الرټ هم جاري کړې شويدې ۔
پيښور: پي ډي ايم اے لخوا جاري شوې بيان ترمخه د خېبرپښتونخوا زياتره سيمو دیر، سوات، چترال، کوهستان، ملاکنډ، شانګله، بټګرام، بونیر ،کوهاټ،کرک، بنوں، ټانک،لکی مروت، ډی آئی خان ،باجوړ، مومند، خېبر، وزیرستان، اورکزئي، مانسهرہ، ایبټ آباد، هری پور، پيښور، چارسدہ، نوښار ،مردان، صوابی،هنګو،او کرم اضلاع کښې د روانې میاشتې اتۀ ويشتمې نیټې څخه تر د دوئم ستمبر پورې د تيزو هواګانو او پړق پړوق سره د باران امکان دې ۔
پي ډي ايم اے وينا ده چې د تيزو بارانونو لوجې ګلیات،مانسهرہ ،کوهستان، ایبټ آباد ، بونیر، چترال، دیر، سوات، شانګله، نوښار، صواب او مردان اضلاع مقامي/برساتي نالو کښې د سیلاب راتلو انديښنه هم ده ۔
پي ډي ايم اے بيان مطابق غريزو سيمو کښې د لينډ سلائيډنګ خطره هم ده، د دې لپاره دې خلق احتياطي تدابير خپل کړي او د غريزو سيمو تګ راتګ نه دې ډډه اوکړي ۔
بلخوا فلډ فارکاسټنګ ډويژن راتلونکي څلور ورځو دوران د ملک بالائي علاقو کښې د تيز بارانونو امکان څرګند کړې، او وئيلي دي چې راتلونکي شواروز کښې دريائے ستلج او راوي کښې د خطرناک سيلاب امکان دې ۔
فلډ فارکاسټنګ ډويژن مطابق دريائے چناب او دريائے سندهـ کښې د اوچتې درجے سيلاب پيشنګوئي شوې،بلخوا موسمياتو محکمې هم خېبر پښتونخوا،پنجاب او د ملک بعضې نورو سيمو کښې د باران امکان څرګند کړېدې ۔