پوليس ترمخه د پاړا چنار نه پيښور ته تلونکې مسافرو ګاډو په قافلے نامعلومه وسله والو حمله کړېده، پيښه د لوئر کرم اوچت سيمې کښې رامخې ته شوېده ۔
پوليس وائي چې حمله کښې لږ تر لږه شپږ زنانؤ پشمول پنځوس کسان پحق رسيدلي دي او شلو نه سيوا ژوبل شويدي، زياتره ژوبل شوؤ کسانو حالت مرګوني ښودلې کيږي ۔مړي او ژوبل شوي کسان مختلفو هسپتالونو ته رسولي شويدي ۔
سرچينې وائي چې د مسافرو ګاډو دوه قافلې وي، يوه قافله پاړا چنار نه پيښور ته او دوئمه قافله د پيښور نه پاړا چناره روانه وه، چې پرې وسله والو ناتاره ډزې وکړې، قافلو کښې سلو نه سيوا ګاډي شامل وو ۔
دپيښې وروستو دکرم،هنګو اوکوهاټ په هسپتالونو کښي ايمرجنسي نافذ کړې شوي، سرکاري ذرائع وائي چې دې هسپتالونو کښي ډاکټران او نوره طبي عمله هائي الرټ کړې شوېدي ۔
تر دې دمه له يوې ډلې په مسافرو ګاډو د حملے ذمه واري په غاړے نه دې اخيستې ۔
ياده دې وي چې کرم، پاړا چنار کښې تير يوې مودې راهسي مختلف قبائلو ترمينځ د زمکې په لانجې نښتې روانې دي، دې نه وړاندې هم دغه جهړپونو کښې يو شمير کسان پحق رسيدلي دي