وزيراعظم شهبازشريف سره ګورنر فيصل کريم کنډي ملاقات کړې، دواړو مشرانو د خېبر پښتونخوا په اړه اهمو چارو تفصيلي خبرې کړيدي، په دې موقع د ملک په مجموعي سياسي صورتحال هم د خيالاتو تبادله شويده، ګورنر د صوبې موجوده حالاتو نه وزيراعظم خبر کړې، دواړو مشرانو د وفاق او خيبر پښتونخوا ترمينځ تعاون نور مضبوط جوړ ولو او عوامي مفاد کښې مشترکه حکمت عملي خپلولو باندې اتفاق کړيدې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف سره د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ليدۀ کاتۀ کړي، دې دوران د ملک مجموعي سياسي صورتحال او د خېبر پښتونخوا په اړه اهم امورو باندې تفصيلي خبرې اترې شويدي ۔
ملاقات کښې د صوبې کښې ترقياتي منصوبو، عومي فلاح و بهبود او سيکيورټي صورتحال په حواله مختلفو اړخونو باندې غور شوې دې ۔
په دې موقع ګورنر د صوبې موجوده حالاتو نه وزيراعظم خبر کړې او وفاقي حکومت سره ئې نور تعاؤن په ضرورت زور رواړې دې ۔
وزيراعظم هم خېبرپښتونخوا کښې د ترقياتي منصوبو تيز رفتار تکميل او سياسي استحکام لپاره په اقدامات خپله توجه ورکولو يقين دهاني ورکړېده، تعاون نور مضبوط جوړ ولو او عوامي مفاد کښې مشترکه حکمت عملي خپلولو باندې اتفاق هم شوېدې ۔

