د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيکر او سيکورټي کميټۍ چيئرمين بابرسليم سواتي په هداياتو صوبائي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا کورکمانډر پيښور ته خط ليکلې شوې چې پکښې هغوي نه غوښتنه شوې چې سيکورټي کميټۍ ته دې اِن کيمره بريفنګ ورکړي ۔
پيښور: د سيکورټي کميټۍ په تيره غونډه کښې فيصله شوې وه چې کور کمانډر ته به خط ليکلې کيږي چې پکښې به د هغوي نه کميټۍ ته بريفنګ ورکولو غوښتنه کولې شي ۔
د کميټۍ د فيصلې په رڼا کښې د سپيکر په هداياتو باندې ډپټي سيکرټري طارق نور کورکمانډر پيښور ته خط ليکلې چې پکښې موقف خپل کړې شوې چې سيکورټي کميټۍ ته دې په صوبه کښې امن وامان په صورتحال باندې اِن کيمره بريفنګ ورکړے شي ۔
په خط کښې دا هم وئيلي شوي دي چې اِن کيمره بريفنګ به کورکمانډر پخپله ورکوي يا د دې لپاره کوم ټيم مقرر کوي ، دې لړ کښې دې کميټي خبر کړې شي ۔
د يادونې وړ ده چې په تيره غونډه کښې آئي جي پوليس ذوالفقار حميدسيکورټي کميټۍ ته بريفنګ ورکړے وو کور کمانډر يا د هغه ټيم لخوا نه اِن کيمره بريفنګ ورکولو نه پس به سيکورټي کميټي ټي او آرز جوړوي او د هغې په رڼا کښې به سفارشات صوبائي او وفاقي حکومت ته ليږلې شي ۔

