د ترهه ګرۍ مخنوي ادارے يعنې سي ټي ډي د روان کال اولنې نهه مياشتو دوران خېبرپښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ پېښو متعلق رپورټ جاري کړېدې ۔
رپورټ ترمخه روان کال تر دې دمه صوبه کښې د دهشت ګردۍ څلورسوه دوه نوي پيښې مخې ته راغلي دي ۔
رپورټ کښې وئيلي چي سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو ډلو خلاف په مجموعي توګه دوه زره ،دوه سوا نه سيوا آپريشنز کړي، چې پکښې دوه سوه، درې ترهه ګر وژلې شويدي ۔
رپورټ مطابق دې دوران شپږ سوه دولس ترهه ګر نيولي شوي، چې پکښې دوه يشت هغه ترهه ګر هم شامل دي، د چا د سر چې قيمت مقرر کړے شوې وو ۔
مختلف آپريشنز دوران د ترهه ګرو ولقې نه په لوئې مقدار کښې وسله هم برآمد شوې چې پکښې پنځه سوه کلو ګرامه نه سيوا بارودي مواد، يو سل څلور لاسي بمونه او پنځه خودکش جيکټس شامل دي ۔