د قازقستان صدر قاسم جومارت د اعلیٰ پائې وفد سره په دوه ورځنې دوره اسلام آبادته رارسيدلې،صدر مملکت او وزيراعظم د قازقستان صدر تود هرکلې کړې،د خپلې دورې په مهال به د قازقستان اولسمشر د صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقاتونه کوي ۔
قازقستان صدر قاسم جومارت توکايوؤف په دوه ورځينې دوره اسلام آباد ته راغلې دې، صدر مملکت او وزيراعظم شهبازشريف په نور خان ايئربيس د درون ميلما تود هرکلې کړېدې ۔
پاکستان ته په راتګ قازق صدر قاسم جومارت ته يويشت توپو سلامي ورکړې شوېده، روايتي لباس کښې ملبوس ماشومانو درون ميلمه ته ګلدستې وړاندې کړيدي ۔
قازقستان صدر سره د سينئر وزيرانو او سرکاري چارواکو باندې مشتمل وفد هم مد پاکستان په دوره راغلې دې ۔
درون ميلمه به خپل پاکستاني هم منصب آصف علي زرداري او وزيراعظم شهبازشريف سره ملاقاتونه کوي، پاکستان او قازقستان ترمينځ به څو شعبو کښې د تعاون په مفاهمتي ياد داشتونو او لوظنامو لاس ليک هم کيږي ۔

