د کشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کولو لپاره نن ټول ملک کښې يومِ کشمير نمانځلې کيږي، دا ورځ د دې خبرې ښکاره ثبوت دې چې کشميري اولس خپل حق خوداراديت په جدوجهد کښې يواځې نۀ دي ۔
مظفرآباد: يومِ کشمير په موقع نن ټول ملک کښې عامه چهټي ده، په دې موقع به مظفرآباد کښې سائرن غږولې شي او د يو منټ لپاره به خاموشي هم خپلولې شي ۔
نن به ټول ملک کښې کشميريانو سره د يو والي لپاره خصوصې دستورې کيږي، پاکستان او آزادکشمير ميلاويدونکي لارو باندې به د انساني لاسونو زنځيرونه هم جوړولې شي ۔
نن به د آزاد کشمير قانون ساز اسمبلۍ خصوصې اجلاس هم مظفرآباد کښې کيږي، وزيراعظم شهبازشريف به هم دغه اسمبلۍ کښي شرکت کوي ۔

