جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د سپريم کورټ د مستقل جج په حيث حلف پورته کړېدې، چيف جسټس پاکستان يحيیٰ آفريدي د هغۀ نه حلف اخستې دے، حلف بردارۍ دستوره کښې د سپريم کورټ او اسلام آباد هائيکورټ ججانو شرکت کړې ، بلخوا جسټس کامران د بلوچستان هائيکورټ د چيف جسټس د عهدې حلف اخستې دې ۔
اسلام آباد: د جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د مستقل جج په توګه حلف بردارۍ دستوره سپريم کورټ ودانۍ کښې شوې دہ ۔
په دې موقع چيف جسټس پاکستان يحيیٰ آفريدي د هغۀ نه حلف اخستې دې، دستوره کښې د سپريم کورټ ججانو، رجسټرار، نورو افسرانو او وکيلانو ګڼ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
بلخوا جسټس کامران ملاخيل د بلوچستان هائيکورټ د چيف جسټس د عهدې حلف اخستې دې، ګورنر بلوچستان جعفر خان مندوخيل د جسټس کامرام ملاخيل نه د هغۀ د څوکۍ حلف پورته کړېدې ۔
حلف بردارۍ دستوره کښې د بلوچستان هائيکورټ ججز، وکيلانو او نورو افسرانو شرکت کړېدې ۔

