کرک کښې سي ټي ډي ، ضلعې پوليس او سويلين انټليجس ادارو مشترکه آپريشن کړې،چې په نتيجه کښې د کالعدم ډلې مطلوب کمانډر وژل شوې ، ترهه ګرو سره انښته کښې څلور پوليس اهلکاران ژوب شوي دي ۔
د کرک پوليس ترجمان مطابق امبيري سيمه کښې سيکيورټي فورسز په شريکه کاروائي کړې چې پکښې د کاعدم تنظيم اهم او مطلوب کمانډر نثا ر حکيم وژلې شويدې ۔
پوليس ترجمان وئيلي چې کاروائۍ دوران ترهه ګرو سره انښته کښې لور پوليس اهلکاران هم ژوبل شويدي
پوليس ترجمان تر مخه وژلي شوي ترهه ګر د ترهه ګرۍ په مختلفو پيښو کښې ککړ وو، او د دوي قبضې نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شويدي ۔
بلخوا آئي جي خېبرپښتونخوا پوليس ذوالفقار حميد د سي ټي ډي، کرک پوليس او نورو قانون نافذ کوونکو ادارو بهادر اهلکارانو ته د کامياب آپريشن اومبارکي ورکړې او وئيلي دي چې هغوی د اولس د امن او وطن د دفاع لپاره خپل ځانونو قربانۍ ورکوي ۔
هغه زياته کړې چې د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ خلاف يو مضبوط ديوال دې او د اولس د ژوند او مال تحفظ يقيني جوړوي ۔

