اسرائيلي فوج غزه ته امداد اوړونکي ګلوبل صمود فلوټيلا په کشتو حمله کړې او ټولې کشتۍ ئې محاصره کښې اخستي دي، د پاکستان پخوانې سنيټر مشتاق احمد خان پشمول ګڼ شمير کسان ئې نيولي هم دي ، بلخوا د اسرائيلي فوج دغه حملې خلاف پاکستان پشمول ټوله نړۍ کښې احتجاجونه هم جاري دي ۔
غزه ته خوراکي او نور امداد اوړونکو کشتو باندې اسرائيلي فورسز حمله کړې ،شل اسرائيلي کشتو په څلويښتو کشتو مشتمله فلوټيلا په ګهيره کښې اخيستې ، ځيني کشتۍ ئې د اوبو توپو سره په نښه کړي ،د غزه قحط ښکار اولس لپاره امداد اوړونکي صمود فلوټيلا کښې کشتو کښې د پاکستان پخواني سينيټر او جماعت اسلامي رهنما سينټر مشتاق احمد خان هم شامل دې ۔
د صمود فلوټيلا منتظمينو وئيلي دي چې اسرائيلي فوجيان کشتو ته داخل شوي او ټول غړي ئې حراست کښې اخيستي ۔
د اسرائيل خارجه وزارت بيان ترمخه مسافر به اسرائيلي فورټ ته منتقل کولې شي ، حراست کښې اخيستي شوي کسانو کښې مشهور سويډش ماحولياتي غړي ګريټا هم شامل ده ، اسرائيلي چارواکو زياته کړې چې نيولي شوي غړي به ملک بدر کولي شي ۔
بلخوا د اسرائيلي فوج دغه حملې خلاف پاکستان پشمول ټوله نړۍ کښې احتجاجونه هم جاري دي ۔