د سرښار اسلام آباد جي سيون ټو سيکټر کښې د وادۀ کور دننه سلنډر چاؤدنه شوې ، چاؤدنه کښې د وادۀ زلمې او ناوے پشمول اتۀ پحق رسيدلي او يوولس کسان ژوبل شوې دي ، چاؤدنې له وجې څلور کورونه راپريوتې دي ۔
اسلام آباد: ايډيشنل ډپټي کمشنر جنرل مطابق ګيس سلنډر چاؤدنې په نتيجه کښې ګنړ شمير کورونو ته زيان رسيدلې ۔
دغه کورونو نه په مجموعي توګه پينځلس کسان بهر راوستې شوې ، ريسکيو کړې شوې نورلس کسانو کښې د وادۀ زلمې او ناوے پشمول اتۀ کسان په موقع پحق رسيدلي دي ۔
رپورټ کښې وئيلي شوې چي چاؤدنۀ کښې يوولس تنان ژوبل شوې دي ، دا چاودنه د وادۀ کور کښې شوې چې پکښې واده زلمې او ناوے او راغلې ځينې ميلمانه هم په موقع پحق رسيدلې دي ۔
ژوبل تنان پمز هسپتال ته علاج لپاره رسولې شوې دي ۔
بلخوا وزيراعظم د ګيس سلينډر چاودنه کښې ځاني زيان باندې خفګان څرګند کړې او متعلقه چارواکو او هسپتال انتظاميې ته ئې ژوبل کسانو ته بهترين طبي سهوليات فراهم کولو هدايات هم کړېدي ۔

